د هند آبي جارحيت ٬ پاكستان غير معمولي سيلابي صورتحال سره مخ شو

اسلام آباد۔28 اګست(اے پی پی) د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې غېر قانوني معطلۍ او د اوبو راپرېښودلو په وخت او د وضعه كړې شوې تګلارې لاندې د خبر نه كولو له امله پاكستان يو غېر معمولي سېلابي صورتحال سره مخ شوے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې هند په قصد سره اول خپل ډېمونه ډك كړل ٬ بيا يۍ په وخت د مروجه تګلارې لاندې د اوبو پرېښودلو اطلاع ورنكړه چې له امله يۍ د پشكال سختو بارانو دلاسه تباهي لا زياته كړه او په چناب ٬ راوي او ستلج دريابونو كښې د اوبو كچه لوړه شوې ده۔ د ابلاغ ذريعو په رپورټس كښې د كال 1960 سندھ طاس لوظنامې د دفعات حواله وركولو سره ووئيل دواړه هېوادونه د اوبو د غېر معمولي اخراج په وخت د اطلاع وركولو پابند دي دغسې چې د زيان مخنيوې وكړے شي۔ هند يو محدود الرت جاري كړو او د ستلج درياب په اړه يۍ هېڅ قسمه اطلاع ونكړه٬ په درياب كښې د اوبو كچه 122,000 کیوسک څخه زياته شوه چې له امله يۍ د سوئيلي پنجاب زياتره برخې ډوبې شوې۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي د روان كال اپرېل مياشتې په 23 مه نېټه د سندھ طاس لوظنامې له معطل كولو څخه وروستو هند اول د چناب درياب اوبه كمې كړې او بيا يۍ سمدستي راپرېښودلې چې له امله يۍ سېلابي صورتحال رامخې ته شو۔ هند اګر كه د اوبو راپرېښودلو اطلاع راكړې وه خو ناكافي وه او په دغه اطلاع كښې د درېو واړو دريابونو بیاس ، ستلج او راوي په اړه معلومات نه وو۔ هند د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو سره د نړيوالو اصولو او ضابطو سنګينه خلاف ورزي كړې او اوس هغه ښكاره جارحيت كوي چې ورسره د پاكستان زراعت او معيشت سنګينو خطرو سره مخ شوے دے