د ګورنر فيصل كيرم كنډي په پنجاب كښې د سيلاب دلاسه په شوي زيان د افسوس څرګندونه

پېښور ۔ 28 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي په پنجاب كښې د سېلابي اوبو دلاسه په شوې زيانونو د ژور افسوس څرګندونه كړې ده۔ په خپل بيان كښې ده ووئيل ټول اولس سېلاب ځپليو سره د هغوي په غم دړد كښې يو برابر شريك دے۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا هم د سېلاب د لاسه زياته ځپلې شوې ده۔ ګورنر سېلابي صورتحال سره د مخ وګړو په مرسته كښې مصروف پاك پوځ ٬ پوليس او نورو ادارو ته د عقيدت پېرزوئنې هم وړاندې كړې۔ ده ووئيل پاك پوځ تل د پاكستان او پاكستاني اولس په تحفظ كښې مثالي كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل ضرورت ددے خبرې دې چې مونږ د يو قام په حېث د سېلاب ځپليو مرسته او بحالي كښې خپل كردار ترسره كولو سره سره په سباؤن كښې ددې ډول زيانونو څخه بچ كېدو له تګلاره وضعه كړو او هغه عملي كړؤ۔