
اسلام آباد۔28 اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د المان خارجه وزير ډاكټر یوهن واډے فل د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو عزم پخلے كړے دے۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې الماني خارجه وزير نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره ټېليفوني تماس ونيولو۔ دواړو لارښودو د دوه اړخيزه ګټورې همكارۍ لا مضبوطولو عزم پخلي كولو سره د لوړې كچې رابطو په اهميت زور راوړو۔ دوئي په سيمه ايزو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔