اېشين ډوېلپمنټ بېنك د پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ د سفر عمر له د اعتبار وړ شراكتدار دے۔ وزير اعظم شهباز شريف

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان او اېشين ډوېلپمنټ بېنك د اوږدې مودې د شراكتدارۍ ستائنه كولو سره وئيلي دي اے ډي بي د پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ د سفر عمر له د اعتبار وړ شراكتدار دے، اے ډي بي په پاکستان كښې په لويو پرمختياېي منصوبو كښې شراكتدارۍ لپاره خوښي به د هېواد معيشت لپاره انقلابي ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اسيائي پرمختيائي بېنك صدر مساتو کانډا په مشرۍ كښې پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ دوي سره ليدلي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د پلاوي هركلے وكړو۔ وزيراعظم ووئيل رېلوے، پبلک ټرانسپورټ او د معدنيات په څانګه كښې د پاکستان او د اے ډي بي شراکت داري زياتېدې شي كومه چې به د هېواد معيشت لپاره ډېره ګټوره وي۔ وزيراعظم د اے ډي بي پلاوې د پاكستان حکومت لخوا معرفي كړو اصلاحات په اړه خبر كړو چې پكښې د ټيکس په محصولات كښې اضافه، د توان په څانګه كښې اصلاحات، مالي استحکام ښه كول، د موسمياتي بدلون د تباهۍ لرونكو اثراتو په ضد اقدامات، غېر هدف شوې سبسډي كښې كمے او سماجي تحفظ زياتول شامل دي۔ د اسيائي پرمختيائي بېنك صدر بېنك سره د پاكستان د يو باني غړې په حېث اوږد تړون او د حکومت د جامع اصلاحات ستائنه وكړه او پاکستان لپاره يې د بېنك د پرله پسې ملاتړ د عزم پخلے وكړو۔ هغه په پاکستان كښې د انفراسټرکچر پرمختګ، د ماحولياتي بدلون څانګه او اداره جاتي اصلاحات كښې مرستې زياتولول پاره د بېنك د عزم تجديد وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزيران احد خان چيمه، سېنېټر اورنګزيب، سردار اوېس احمد لغاري، حنيف عباسي، د خزانې وزير مملكت بلال اظهر کياني او اړوند سركاري چارواكي موجود وو۔