د پاکستان او بیلاروس ترمېنځه هنرمند افرادي قوت ته د روزګار كولو د مفاهمت ياددښت لاسليك شو

اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د پاکستان او بیلاروس ترمېنځه هنرمند افرادي قوت ته د روزګار كولو په اړه د مفاهمت ياددښت لاسليك شوے چې له مخې به يې د پاكستان ځوانانو ته په بېلاروس كښې روزګار كولو په اړه مشتركه اقدامات كولې شي۔ د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن او د بېلاروس داخله وزیر ایون کبراکوو په اېم او يو لاسليك وكړو ۔ په دې موقع د سمندر پورې پاكستانيانو وزیر مملکت عون چوهدري او داخله وزیر مملکت طلال چوهدري هم موجود وٶ۔ د اېم او یو له مخئ به پاکستاني ورکرز په بېلاروس كښې د حقونو تحفظ په حواله جامع فریم ورك جوړولې شي٬ په ابتدائي توګه به ټیکسټائل، توان او د کنسټرکشن په څانګو كښې پاكستانيانو ته د روزګار موقعې ترلاسه شي۔