
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري خېبر پښتونخوا٬ ګلګت بلتستان٬ آزاد جمو و کشمير او په پنجاب كښې د سېلاب او بارانونو په سبب په شوې تباهۍ د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي دي پوخ باور لرم چې د پاكستان قام به په حوصله او عزم د ستونزو مقابله وكړي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري په سېلاب كښې د حق رسېدليو كورنيو سره غمرازي٬ همدردۍ او ځپلو سره د بشپړ يووالي څرګندونه كړې۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل په سېلاب كښې په ځاني او مالي زيان كښې غمژنو كورنيو سره ولاړ يو۔ صدر مملکت د كروندګرو د فصلونو او د څاروو په لويه كچه په زيان هم د خواخوږۍ څرګندونه وكړه۔ صدر مملکت پاك پوځ او د ريسکيو ادارو د مړانې او خدمات ستائنه كولو سره ووئيل د ازمېښت په وخت كښې پاك پوځ د اولس د خدمت غوره مثال قائم كړے۔ صدر مملکت د سندھ حکومت ته د سېلاب راتلونكو اوبو څخه بچ كېدو لپاره د چمتو پاتې كېدو امر وكړو۔ صدر مملکت صدر آصف علي زرداري ووئيل پوخ باور لرم چې د پاكستان قام به په حوصله او عزم سره د ستونزو مقابله وكړي او د كال 2010 او 2022 په سېلابونو په څېر دا ځل به هم قام كامياب شي۔