
اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف هنرمند پاکستاني افرادی قوت له په بېلاروس كښې د نوكرو وركولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه د مفاهمت په يادښت د لاس ليك هركلي كولو سره وئيلي دي د پاکستان او بېلا روس ترمينځه د ملګرتيا اړيكي د وخت تېرېدو سره سره لا قوي كېږي ۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د بېلا روس د كورنيو چارو وزير ایون کبراکوو په مشرۍ كښې پلاوي د شورو په ورځ ملاقات کړے۔ وزیراعظم د بېلاروس د كورنيو چارو وزير په پاكستان كښې هركلي كولو سره ووئيل پاکستان او بېلا روس خپلو كښې د ملګرتيا اړيكې لري،كومي چې د وخت تېرېدو سره سره لا قوي كيږي۔ده سږ كال د بېلا روس خپلې دورې ذکر کولو سره د بېلا روس صدر الیګزینډر لوکاشینکو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل زما د بېلا روس دورې په مهال د پاکستان او بېلا روس ترمينځه بېلو څانګو كښې د مرستي په بېلو لوظنامو او مفاهمتی یاداښتونو لاس ليك شوے ؤ۔ ده ووئيل زه په دې خوشحاله يم چې زما د بېلا روس دورې په مهال پاکستان څخه د هنر مندو كسانو ته د بېلا روس په بېلو څانګو كښې د نوكرو موقعو وركولو په اړه د دواړو هېوادونو ترمينځه جې كوم اتفاق راغلے ؤ،نن د هغې په اړه د دواړو هېوادونو ترمينځه مفاهمتي یادداښت لاس ليك شو۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د بېلا روس صدر د پاکستان دورې ته سترګي په لاره يو۔د بېلا روس د كورنيو چارو وزير په پاکستان كښې په هركلي كولو او كوربتوب كولو د وزیراعظم مننه وكړه۔هغه وزیراعظم له د بېلاروس صدر د اړخه د نيكو هيلو پیغام ورسولو۔هغه د پاکستان سره كر كېله او صنعت پشمول بېلو څانګو كښې مرستي زياتولو او په ګډه د كار كولو خواهش څركند كړو ۔هغه د خپلې دورې په مهال د كورنيو چارو وزير محسن نقوي او د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزیر چوهدري سالك حسین سره د خپلو ملاقاتونو ذكر كولو سره ووئيل دغه ملاقاتونه د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو لا قوي كولو له ګټه ور ؤ۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي وزیراعظم خبر كړو چې د بېلا روس د كورنيو چارو وزير او پلاوي سره د نېشنل ډيټا بیس رجسټرېشن اتھارټی دورہ هم شوې ۔د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزیر چوهدري سالك ووئيل هنر مند پاکستانیان بېلاروس ته د لېږلو په اړه د دواړو هېوادونو ترمينځه په مفاهمتي یادداښت لاس ليك شوے٬ دې نه پس به د هنر مندو پاكستانيانو بېلا روس ته د لېږلو عمل باقاعدہ پېل شي۔بېلا روس به پاکستاني هنر مند افرادی قوت له د ميډيكل پشمول سماجی تحفظ په نورو څانګو كښې آسانۍ هم وركوي۔د ملاقات په موقع د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ، د سمندر پوري پاكستانيانو وفاقي وزیر چوهدري سالك حسین، د كورنيو چارو وزیر مملکت طلال چوهدري، د سمندر پورې پاكستانيانو وزیر مملکت محمد عون چوهدري او اعلیٰ سرکاري افسران هم موجود وو۔