پېښور 27 اګست (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې د سېلاب له امله 648 سکولونه ځپلې شوي دغسې 6 استاذان په حق رسيدلي دي۔د ابتدائی او د ثانوي تعلیم صوبائي وزیر فیصل ترکئی له مخې اوسنو بارانونو او سېلاب تعلیمی ډھانچې ته لوي زيان رسولے۔ د سېلاب له امله 34 سکولونه په بشپړه توګه تباه شوي ، 6 استاذان چې پكښې 4 نارينه او 2 ميرمني شاملي دي،دغسې 11 زدكوونكي هم په حق رسيدلې او درې نور ژوبل شوې دي ۔د تعليم صوبائی وزیر واضحه كړ ه چې د 01 ستمبر څخه وړاندې سېلاب له امله ځپلې شوي سکولونه به فعاله كولې شي،د زدكوونكو تعلیمی هلي ځلي به نه ځپلې كېږي ،په بشپړه او جزوی توګه د تباه شوو سکولونو په رغونه او مرمت د اربونو روپو خرڅ كولو اندازه لګولې شوې ده ۔