کوئټه 27 اګست (اے پي پي) د نېشنل پارټي سینیټر جان محمد بلیدي د ګوند صوبائي سکریټري آدم قادر بخش د مور په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې سینیټر جان محمد بلیدی دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځائے او غمجني كورنۍ له د زغم تويق وركړي۔