ملګرو ملتونو د مصنوعي زېركتيا نړيوال نظم و نسق لپاره د دوو نوو ادارو جوړولو اعلان

ملګري ملتونه 27 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو د مصنوعي زېركتيا نړيوال نظم و نسق او د نړيوالې مرستې ودې لپاره د دوو نوو ادارو جوړولو اعلان كړے دے٬ دا پرېكړه د جنرل اسمبلي د لارې منظورې كړې شوې او دا د ملګرو ملتونو سيکريټري جنرل انتونيو ګوترېش يو تاريخي اقدام ګرځولے دے۔ د ملګرو ملتونو وياند له مخې د ادارې د اے آئي نظم او نسق لپاره آزاد نړيوال سائنسي پينل (Global Dialogue on AI Governance) به دوه نوې فورمز وي كوم چې به په ګرده نړۍ كښې د مصنوعي زېركتيا محفوظ، سېپځلې او اخلاقي كارولو ته وده وركوي٬ پېنل به هر كال خپل رپورټ وړاندې كوي كوم به چې په جولائي كال 2026 كښې د جنيوا او په كال 2027 كښې په نيويارك كښې كېدونكو نړيوالو مكالمو كښې وړاندې كولې شي٬ سيکريټري جنرل به ډېر زر د پېنل لپاره نامې وغواړي٬ دا اقدام په كال 2024 كښې د منظور شوې “ګلوبل ډيجيټل کمپيکټ” او “پيکټ فار دي فيوچر” له مخې دے چې مقصد يې د ټيکنالوجي استعمال نړيوالې خېرښګړې لپاره موثر كول دي٬ انتونيو ګوتريش ټولو هېوادونو٬ ادارو او نجي څانګو ته غږ كړے چې ھغوي په دې تاريخي اقدام كښې مرسته وكړي دغسې چې مصنوعي زېركتيا د انسانيت خېرښګرې لپاره وكارولې شي او د دې په ممكنه خطرو قابو وموندلے شي۔