عرب پارلیمنټ لويديزه غاړه كښې د اسرائیلي جارحیت غندنه وكړه

قاهرہ 27 اګست (اے پي پي) عرب پارلیمنټ لويديزه غاړه كښې د اسرائیلی جارحیت او بربریت سخته غندنه كړې ده ۔ امارات نیوز ایجنسی ’’وام‘‘ له مخې تازہ پېښو كښې د اسرائیل قابضو عسكرو په رام اللہ، البیرہ او الخلیل بريدونه كړي او فلسطینیانيې په نښه كړي،دا صورتحال هغه وخت رامخې ته شو كله چې وسله والو په فلسطینیانو بريدونه تند كړل او هغوي ته د قابضو عسكرو سرپرستي هم ترلاسه ده۔عرب پارلیمنټ اسپیکر محمد بن احمد الیمحی په يو بيان كښې ووئيل دا خلاف ورزۍ او بريدونه په اصل كښې نسل کشی ، منظم لوږي او په زبردستۍ د بے دخلۍ پالیسو تسلسل دے كوم چې د اسرائیل قابضو عسكرو د غزہ په پټي كښې وړاندې څخه روان ساتلے۔ده زور راوړو چې دا اقدامات د ټولو نړيوالو او انساني قوانین ښكاره خلاف ورزی ده او د نړيوالو قراردادونو بشپړه بے توقیري هم ښكاره كوي۔