د جنګ بندۍ په مسترد كولو به روس د ډېرو سختو اقتصادي بندېزونو سره مخ شي٬ د امريكې صدر

واشنګټن۔27 اګست (اےپي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلې دي كه روسيه يوكرېن سره د درې نيمو كالو نه روانه شخړه كښې جنګ بندي مسترد كړي نو د هغوي په ضد به ډېرې سختې اقتصادي بندېزونه ولګولې شي۔ د شهنوا تر مخه ډونلډ ټرمپ ميډيا ته خبرو كښې د روسيه لخوا جنګ بندۍ ته د نه صلاح كېدو د پوښتنې په ځواب ووئېل دا يوه سنجيده معامله ده كومه چې زما په ذهن كښې ده ٬ كه ماته راپغاړه شوه ٬ خو زه غواړم چې دا معامله ختمه شي۔ زمونږ سره اقتصادي بندېزونه شته او زه د معيشت په حقله خبره كوم ٬ ځكه چې مونږ په كوم نړيوال جنګ كښې كیښوتل نه غواړو ۔ د امرېكې صدر د دې عزم څرګندونه وكړه چې هغه د روسيه صدر ولاديمير پيوټن او د يوكرېن صدر ولاديمير زېنسكي تر مينځه د نيغ په نيغه ملاقات كولو هڅې كوي۔ خو د روسيه چارواكو وېنا ده په دې حقله لا حالات ساز ګار نه دي۔ بل پلو د روسيه خارجه وزير سرګئ لاروف ووئېل په يوكرېن كښې د غېر ملكي پوځونو تعيناتي روسيه ته د قبلولو وړ نه ده۔ هغه په 19 اكست دا هم ووئېل روسيه كوم هم فارميټ هغه كه دوه اړخيزه وي يا درې اړخيزه ٬ د شخړې هواري لپاره نه مسترد كوي۔