لندن۔ 27 اګست (اےپي پي) د كاناډا فوټو جرنلسټ ويليري زنك د برتانيه خبر رسنې ادارې رائټرز نيوز ايجنسۍ ته د نهې په ورځ په دې وئېلو استعفې وړاندې كړه چې دا اداره د اسرائيل ډونډورې ته په تقويت وركولو غزه كښې د خبريالانو په وژنه كښې نيغ په نيغه ككړه ده۔ د العربيه تر مخه د رائترز لپاره 8 كاله خدمات تر سره كونكې ويليري زنك د چا عسكونه چې په نيو يارك ټائمز ٬ الجزيره او د نړۍ په نورو ميډيا ادارو كښې شائع كېږي په فېس بك جاري خپل يو بيان كښې وليكل اوس زما لپاره د روئټرز سره تعلق برقرار ساتل نا ممكن شوے دے ځكه چې دې په غزه كښې د 245 خبريالانو منظم قتل جائز او ممكن كولو كښې كردار ادا كړے دے۔ هغې ووئېل زه د فلسطين ملګرو د لږې نه لږه دومره خو پوره وړې يم ۔ هغې ووئېل په 10 اكست چې كله د اسرائيل پوځ په غزه ښار كښې د الجزيره خبريال انس الشريف او د هغه ټوله ډله ووژله نو رائټرز د اسرائيل هغه بې بنسټه ادعا شائع كړه چې انس الشريف د حماس غړے ؤ