څوك هم په لبنان كښې خانه جنګي نه غواړي٬ د امرېكې سفير ټام براك

بېروت۔ 27 اګست (اےپي پي) په لبنان كښې د امرېكې استازي ټام براك د لبنان صدر جوزف عون او د هغه پلاوي سره د ملاقت نه وروستو په دې خبره زور راوړو چې څوك هم په لبنان كښې كورنۍ جهګړه نه غواړي۔ د العربيه تر مخه هغه ووئېل د لبنان منصبې په وړاندې راتللو به اسرائيل خپل وړاندېز وركړي۔ د امرېكې استازي د لبنان حكومت كار غوره وګرځولو او هغه ووئېل د لبنان پوځ د لېطاني درياب په سوئېل اړخه ته خپل فرض په موثر ډول تر سره كوي ۔ ټام براك زياته كړه مونږ د حزب الله د بې وسلې كولو د منصوبې نه نه يو خبركړے شوي ۔ هغه اكشاف وكړو چې د حزب الله هغې غړو ته د معاوضې وركولو لپاره د يو فنډنګ منصوبه شته كوم چې خپله وسله وغورځوي او اسرائيل به د سوئېلې لبنان نه د ويستلو يوه منصوبه وړاندې كوي۔ په دې تناظر كښې هغه ووئېل لبنان به په 31 اكست حزب الله د وسلې نه لاس په سر كولو ته قائله كولو لپاره يو منصوبه وړاندې كوي ۔ ټام براك زياته كړه چې د لبنان منصوبه رامخې ته شي نو اسرائيل به يو ځوابي تجوېز وركړي