فیصل آباد 25 اګست (اے پي پي) د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت د 9 مئی کیس لكښې ويه پريكړه كړې ده ،د پي ټي آئي 17 لارښودو پشمول 59 ملزمانو ته د لس لس كالو زندان سزا ، فواد چوهدري او زین قریشي پشمول 34 بری كړے شول۔د تفصیلات له مخې فیصل آباد كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت د 9 مئی يو مهم كيس پريكړه واوروله او د پاکستان تحریك انصاف 17 مرکزي لارښودو پشمول 59 ملزمانو ته د لس ٬ لس كالو د مشقت سره د زندان سزا دغسې ځائي اېم پی اے پشمول 16 ملزمانو ته د درې ٬ درې كلونو مشقت سره د زندان سزا واورولي شوه ۔ عدالت په دې كيس كښې فواد چوهدري ، زین قریشي او نورو 34 ملزمانو له د شك ته وركولو سره هغوي بري كړل ۔استغاثه له مخې تھانه سمن آباد پولیس په 9 مئی د پاکستان مسلم لیګ (ن) مرکزي لارښود رانا ثناء الله خان په كور د بريد په جرم كښې د اورنګزیب وغیره 109 ملزمانو په ضد مقدمه درج کولو سره چالان عدالت كښې وړاندې كړے ؤ۔ نن سرکار بنام اورنګزیب وغیره کیس په پريكړه اورولو د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت جج جاوید اقبال شیخ سینیټر شبلي فراز، پخواني وفاقي وزیر عمر ایوب، د قامي اسمبلۍ پخواني غړي شیخ راشد شفیق، محمد اشرف خان سوهنا، رائے حسن نواز، رائے مرتضیٰ اقبال، پخوانۍ وزيرې زرتاج ګل، فرح آغا، فرخنده کوکب، کنول شوزب، محمد احمد چټھه، چوهدري بلال اعجاز، چوهدري آصف علي، شکیل احمد خان نیازي ، سردار عظیم الله خان، مهر محمد جاوید، محمدانصر اقبال او د پنجاب اسمبلۍ غړي ملك محمد اسماعیل عرف سیلا له لس ٬ لس كاله د مشقت سره د زندان سزا واوروله ۔فاضل جج په دې كيس كښې ثناء الله شامي ، حماد نواز، بلال عرف لالي ګجر، میاں راشد، خوش بخت رضا شاه، نقاش عرف کاشي ګجر، ملک عمر نواز، عمران عرف جنګا جټ، میاں جواد، عبدالرحمن، دانش بھټو، ذیشان حسن عرف شاني ، اسحاق غوري ، میاں راشد ندیم، علی حیدر، محمد خالد تاج، عطا جیلاني ، محمد جمیل، تنویر علی، احتشام، امجد شهزاد، محمد ابرار، حسن یوسف، اخلاق احمد، محمد زبیر، سفیان، محمد سرفراز، محمد عمیر، مشتاق احمد، محمد حارث، عزیر الرحمن، لقمان حیدر، حذیفه عارف، شهباز فاروق، محمد الیاس، تنویر حسین، یونس جټ، محمد ارسلان، بابر سلطان او محمد عمر انور ته هم د لس ٬ لس كالو مشقت سره د زندان سزا او د پنجاب اسمبلۍ غړي شیخ شاهد جاوید پشمول 16 ملزمانو له د درېو ٬ درو كالو د مشقت سره د زندان سزا اوروله چې پكښې جبران، ابو سفیان، محسن، محمد ارسلان، افضال، طیب، اسرار شاهد او دغسې عرفان خالد، ارسلان اقبال، شعیب بټ، نجم الثاقب، زبیر قمر، اورنګزیب او محمد رفیق شامل دي ۔بل خوا د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت 34 ملزمان په ناکافی شواهد او د شك ګټه په وركولو د مقدمې څخه بري كړل چې پكښې فواد چوهدري ، مخدوم زین حسین قریشي ، سلطان اشرف عرف پاشا، شکیل احمد جټ، سید حماد علی شاه، محمد یاسین جټ، محمد امتیاز، ذوالفقار بھټو، محمد بلال یوسف، منصب علی زین، ملک ساجد مصطفی، ملک چاند، محمد احمد صابر، محمد عمران، نوید خاں جدوں، جارج فرحان، حمزه حاکم، محمد حمزه ولد انعام الهٰی، محمد سلیمان، فرقان زاهد، ارسل جواد، محمد اصغر، وسیم یونس عرف چټا، شاهد پرویز، محمد شکیل شریف، محمدکاشف اشفاق، تیمور الرحیم، محمد شاهد رشید، ماهلے خان، محمد نعیم اکرم، محمد یعقوب، مقبول احمد، ملک شرافت او وقاص حمید شامل دي۔