څلور كسيزه قامي ډله به په سينئر ورلډ ټين پن باؤلنګ چيمپئن شپ كښې برخه اخلي

اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د پاكستان څلور كسيزه قامي ډله به په سينئر ورلډ ټين پن باؤلنګ چيمپئن كښې برخه اخلي٬ چيمپئن شپ به د 13 نه تر 23 اکتوبر كال 2025 په نيشنل باؤلنګ سټيډيم، رينو، نيو اډا، يو اېس اے كښې كېږي۔ د پاکستان ټين پن باؤلنګ فيډريشن سيکرټري جنرل د څلور كسيزه ډلې نامو اعلان كولو سره ووئيل د قامي ډلې مشري به اعجاز الرحمن كوي او په نورو لوبغاړو كښې محمد حسېن، شبير لشکر او عليم آغا شامل دي٬ د دې نه علاوه احمد شېخاني او امجد محمود به په د ټيم مېنجر او كوچ وي۔