
اسلام آباد۔14اګست(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د آزادۍ ورځې په موقع په پاكستان مونومنټ كښې قامي بېرغ پورته كړو او د شهيدانو په يادګار يۍ د ګلونو څادر خپور كړو۔ د زيارت په ورځ د آزادۍ ورځې په موقعه د شهيدانو په يادګار يوه خصوصي دستوره وشوه په كومه كښې چې وزيراعظم د خاص مېلما په حېث ګډون وكړو۔ په دې موقع سائرن او قامي ترانه وغوږولې شوه۔ وزیر اعظم د شهيدانو يادګار ته لاړو او په خپل هېواد ځانونه قربانوونكو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره يۍ هغوي لپاره د لوړو درجو او هېواد لپاره د سلامتيا او سوكالۍ دعا وكړه۔ په دستوره كښې د سېنېټ چيئرمېن سيديوسف رضا ګيلاني ٬ د قامي اسبملۍ سپيكر سردار اياز صادق او حنيف عباسي په شمول د قامي اسمبلۍ ګن شمېر غړو ٬ نورو كسانو او ماشومانو ګډون وكړو