
اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي په څو لسيزو كښې په وړومبي ځل د بجلۍ تقسيم کوونكو کمپنو خساره كښې كمے خوشبينه دے٬ د بجلۍ تقسيم کوونكو کمپنو په زيان كښې كمي سره به د دې كمپنو د نجكارۍ عمل آسان شي٬ د غوره كاركردګۍ او په زيان كښې د كمي راوستونكو كمپنو چيف ايګزيکټو افسرانو ته به د ستائنې خطونه وركولې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لكوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د توان په اړه د كابينه كمېټۍ غونډه وشوه چې پكښې د بريفنګ په مهال ووئيل شول د بجلۍ د تقسيم کوونكو کمپنو خساره 193 اربه روپۍ كمه شوې ده ، ، لاهور اليکټرك سپلائي کمپنۍ او د ملتان اليکټرك پاور کمپنۍ په زيان كښې د كمي په حواله ښه كاركردګي ښودلې ده٬ د ګرځېنده قرض فلو 780 اربه روپۍ ده۔ ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل په څو لسيزو كښې په وړومبي ځل د بجلۍ تقسيم کوونكو کمپنو خساره كښې كمے خوشبينه دے٬ د بجلۍ تقسيم کوونكو کمپنو په زيان كښې كمې سره به د دې كمپنو د نجكارۍ عمل آسان شي۔ وزيراعظم د توان وفاقي وير سردار اويس احمد لغاري، د پاور ډويژن وفاقي سيکرټري ډاکټر محمد فخر عالم او د ھغه د ډلې ستائنه كولو سره په پاور سېكټر كښې د اصلاحات په اړه د دوي د غوره كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ وزيراعظم غوره كاركردګۍ او په زيان كښې د كمي كوٶنكو كمپنو چيف ايګزيکټو افسرانو ته د ستائنې خطونو استولو امر وكړو۔ په غونډه كښې د پاور ډويژن لخوا د بجلۍ د تقسيم کوونكو کمپنو په ګرځينده قرض بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول د بجلۍ د تقسيم کوونكو کمپنو خساره 193 اربه روپۍ كمه شوې د، لاهور اليکټرك سپلائي کمپنۍ او د ملتان اليکټرك پاور کمپنۍ په زيان كښې د كمي په حواله ښه كاركردګي ښودلې ده٬ د ګرځېنده قرض فلو 780 اربه روپۍ ده۔ توان لپاره کابينه کميټۍ د پاور ډويژن په سفارش په نيشنل اليکټريسټي پلان -سټريټجک ډائريکټو 87 كښې د بدلون منظوري وركړه۔د دې بدلونونو له مخې به د بجلۍ د ترسيل خرڅونه 12 روپۍ 55 پېسې في كلو واټ او بډنګ پرائس به په دې كښې شامل وي۔ غونډې ته ووېيل شول انډيپنډنټ سسټم اينډ مارکيټ آپريټر آپريشنلائزيشن كار بشپړ شوے دے٬ دغسې نيشنل ټرانسميشن اينډ ډسپيچ کمپنۍ او د بجلي تقسيم کوونكو کمپنو كښې د مارکيټ آپريشنز محكمې جوړې كړې شوې دي