وزيراعظم محمد شهباز شريف باران او سېلاب ځپلو سيمو كښې د ريسكيو آپريشنز لا زياتولو او تندولو سپارښتنه

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ټول هېواد كښې د بارانونو او سېلاب ځپلو سيمو كښې د ريسكيو آپريشنز لا زياتولو او تندولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي كوم مسافر چې د لارو بنديدو له امله ګهير شوي هغوي له استوګنه او د خوراك پشمول هر ډول سهوليات دې وركړې شي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزيراعظم د لينډ سلائيډنګ له امله د بندو لارو او په خاص توګه د شاهراه قراقرم او ناران-بابوسر-چلاس لارې د بحالۍ كار تندولو سره امر وكړو چې كوم مسافر د لارو بنديدو له امله ګهير شوي هغوي له د استوګنې،خوراك پشمول هر ممكن آسانۍ وركړئ۔ وزيراعظم د ګلګت بلتستان چيف سيكريټري ته سپارښتنه وكړه چې سېلاب ځپليو سيمو كښې د وبائي رنځونو مخنيوي لپاره اقدامات باوري كړي۔ وزيراعظم ووئيل د پشكال راروان سپيلز لپاره دې اين ډي ايم اے، پي ډي ايم ايز، ګلګت بلتستان او آزاد جموں و كشمير ډيزاسټر مينجمنټ ادارې په ګډه تګلاره جوړه كړي،وګړي د سېلاب څخ ساتلو لپاره دې ميونسپل ادارې د اوبو ويستلو او سيوريج ښه اقدامات وكړي۔دغسې وزيراعظم په هېواد كښې د بارانونو او سېلاب له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه او پېښو او سېلاب كښې په حق رسيدليو لوړو درجو لپاره يې دعا وكړه۔