د سټاك ايكسچينج انډيكس لوړه كچه د سرمايه كارو د باور څرګندونه ده٬ هر دوه مياشتې پس به د وزارتونو د كاركردګۍ جاج اغستلې شي، په ښې كاركردګۍ به آفرين او په خرابه به انضباطي كاروائي كولې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي كابينې غونډې ته وېنا

APP01-050625 ISLAMABAD: June 05 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting on water resources and storage. APP/MAF/TZD

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سټاك ايكسچينج انډيكس لوړه كچه د سرمايه كارو د باور څرګندونه ګرځولو سره وئيلي دي معاشي ترقۍ لپاره زمونږ په ګډه هڅې به ګټورې وي، هر دوه مياشتې پس به د وزارتونو د كاركردګۍ جاج اغستلې شي، په ښې كاركردګۍ به آفرين او په خرابه به انضباطي كاروائي كولې شي۔ د شورو په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته د وېنا په مهال وزيراعظم د عاشورې په مهال د مجالسو او جلوسونو په سولئيز تابيا او امن برقرار ساتلو په اقدامات ټول قام٬ وفاقي او صوبائي واكمنو او اړوندو ذمه وارو ته مباركي وركوم۔ وزيراعظم ووئيل د ټولو د مشتركه هڅو د لارې عاشوره سوله ايزه تېره شوه٬ د ملي وحدت٬ يووالي او اتحاد او اتفاق صورتحال د اميد وړ دے۔ وزيراعظم په سوات كښې په اوسنو بارانونو كښې په قېتمي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل دې پېښې څخه زده كړه پكار ده او بيا لپاره بايد موثره اقدامات وكړے شي۔ وزيراعظم ووئيل اېن ډي اېم اے يوه فعاله اداره جوړه شوې٬ د ادارې د چيېرمېن د هلو ځلو ستائنه كولو سره وزيراعظم ووېيل پي ډي اېم اے سره په ګډه دې اېن ډي اېم اے اړين اقدامات وكړي۔ وزيراعظم ووئيل د اوسني حكومت پاٶ باندې يو كال شوے ٬ اوس به هر دوه مياشتې پس به د وزارتونو د كاركردګۍ جاج اغستلې شي، په ښې كاركردګۍ به آفرين او په خرابه به انضباطي كاروائي كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د كاركردګۍ او معيار له مخې كار كوٶنكي زمونږ د سر تاجونه دي خو چې څوك د معيار له مخې نه وي ھغوي لپاره واضحه او سخت پېغام دے۔ وزيراعظم د وفاقي وزير احسن اقبال د وزارت د كاركردګۍ ستائنه كولو سره ووئيل د پي اېس ډي پي له مخئ د يو ټرېلين نه زياتې روپۍ په پرمختيائي كارونو خرڅ شوي ٬ احسن اقبال مونږ له ښه سرپرائز راكړے٬ دغسې دا زمونږ د حكومت لويه كاميابي ده٬ وزيراعظم د خزانې وزارت له هم د دوي په كاركردګۍ مباركي وركړه۔