د هند واكمن دې په مقبوضه کشمير كښې د ماورائے عدالت قتلونه بند او د كشميريانو په ضد د طاقت استعمال نه ډډه وكړې۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان وئيلي دي د جولائي 13مه نيټه به د كشمير شهيدانو 94مه تلين ې به د ھغه 22 كشميريانو شهيدانو په ياد كښې لمانځلې شي چا چې په كال 1931 كښې په سري نګر كښې د ډوګرہ فورسز د ناتاره ډزو مقابله كولو سره ځانونه شهيدان كړي۔ د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل مونږ د شهيدانو جرات او مراڼې ته سلام كوٶ څوك چې د كشميريانو بنيادي حقونو او ازادۍ لپاره د مړانې د هلو ځلو ذكر وكړو۔ وياند ووئيل دا ډېره بدمرغه خبره ده چې د سرينګر پېښې 94 كاله تېرېدو نه وروستو هم د كشميريانو حالت پائې ته نه رسي۔ ده ووئيل د هند ځواكونو د سخت ايمرجنسي او د ترهګرۍ مخنيوي قوانين له مخې د كشميريانة د قتل او د املاك ړنګولو استثني ترلاسه ده۔ ده ووئيل په دې اوونۍ كښې به د كشمير ځوان لارښود برهان مظفر واني د ماورائے عدالت قتل نهم تلين لمانځلې شي، برهان مظفر واني د ھغه سلګونو په شمېره په كشميري ځوانانو كښې يو ٶ څوك چې ماورائے عدالت قتل كړے شو۔ وياند يو ځل بيا په د هند په واكمنو زور راوړو چې په مقبوضه کشمير كښې ماورائے عدالت قتل بند او د كشميريانو په ضد د طاقت ناوړه استعمال نه ډډه وكړي