
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د كال 2025 د آزادۍ ورځ “معركه حق” په سرخط د لمانځلو په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه ٬ په غونډه كښې رانا ثناء اللہ او طلال چوهدري نه علاوه د آئي اېس پي آر، کابينه ډويژن، داخله وزارت، د منصوبه بندۍ وزارت٬ د قامي ورثه او كلتور وزارت٬ د تعليم او وظيفائي چارو وزارت او د نورو اړوند ادارو لوړ پورو هم ګډون وكړو ۔ په غٶنده كښې د آزادۍ ورځ په حواله د دستورو د چمتوالي نيولو او تجويزونو تفصيلي جاج واخستلے شو۔ په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال امر وكړٶ چې د آزادۍ ورځې په دستورو كښې دې ټولې طبقې شاملې كړې شي دغسې چې دا جشن قامي همغږۍ٬ اتحاد او د شموليت حقيقي مظهر جوړ شي۔ ده زور راوړو چې د څلورو واړو صوبو ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمير ګډون دې هم باوري كړې شي۔ احسن اقبال امر وكړو چې سړكونو په سترو لارې دې چراغان وكړې شي دغسې چې نړۍ ته دا پېغام وركړے شي چې سږ كال د آزادۍ ورځ د اميد، وحدت او ولولې نوے پېغام راوړے دے۔ په غٶنده كښې ټولو ادارو ته د خپل چمتوالي نيولو او موثره كولو لپاره د نزدې مرستې تلقين وكړو دغسې چې سږ كال د آزادۍ جشن يو يادګار او په بامقصده قامي موقعې په توګه ولمانځلې شي