
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي پاكستان د مالي كال 25-2024 تر اختتام د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل 1046 ارب روپۍ ريكارډ پرمختيائي خرڅونه كړي كوم چې يو تاريخي سنګ ميل دے٬ د سختو مالي حالاتو باوجود وفاقي حكومت پرمختيائي اهداف په كاميابۍ سره سر كړي٬ د پرمختيائي بجټ 96 فيصد برخه په موثره طريقه خرڅ كړې شوې كومه چې د سپيځلې٬كاركردګۍ او منصوبه بندۍ د كاميابۍ ثبوت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په مياشتنيز رپورټ ميډيا ته بريفنګ وركولو په مهال وكړه ۔احسن اقبال د منصوبه بندۍ وزارت د ډلې د بجټ په وخت او سپيځلي كارولو ستائنه كولو سره ووئېل كه چرې پرمختيائي اخراجات په وخت نه ؤ شوي نو د راتلونكې مالي كال بجټ متاثره كېدے شو۔د دې كاركردګۍ په سبب به راتلونكې پرمختيائي منصوبې په وخت پېل كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل تېر كال تر 700 ارب محدود پاتې كېدونكې پي ايس ډي پي اوس بيا په پرمختيائي لار روانه شوې ده ٬ د بلوچستان پروژو ته وړومبې پام لرنې سره 210 ارب روپۍ 147 پروژو لپاره بېلې كړی شوي۔احسن اقبال ووئيل د ګرانۍ شرح كمېدو سره 4.5 فيصد ته راغلې كومه چې د تېرو 9 كلونو تر ټولو كمه كچه ده۔ده ووئيل د پاكستان پاسپورټ په نړيواله درجه بندي كښې ښه والے راغلے او دا 113مه لمبر څخه 110 ته راغلے كوم چې په نړۍ كښې د ګرين پاسپورټ د زيات شوي عزت عكاسي كوي۔ده ووئيل “اړان پاكستان”پروژې له مخې معيشت٬دفاع او د سفارتكارۍ اړان نړۍ ليدلے۔د “آپرېشن بنيان المرصوص”د لارې پاكستان دفاعي كاميابي منلې شوې او په نړيواله كچه د هند بيانيه رد او د پاكستان دريځ تسليم كړے شوے ۔وفاقي وزير ووئېل د ايران-اسرائيل تاؤ تريخوالې٬پهلګام بريد او د هند د اوبو حارجيت په معامله د پاكستان موثره سفارتكارۍ ته په نړيواله كچه ډاډګيرنه ترلاسه شوې٬د ايران پارليمنټ په ايران د بريد په اړه د پاكستان اصولي دريځ ستائېلے دے ۔ده ووئيل د فيلډ مارشل جنرل عاصم منير او د وزيراعظم شهباز شريف په دفاعي مشرۍ ټول قوم وياړ لري۔