
اسلام آباد ۔ 10 جولائي (اے پي پي) د انفرمېشن ټېكنالوجۍ و ټېلې كمېونېكشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه سره د زيارت په ورځ د ميټا يو اعلې كچ پلاوي د كوم مشري چې د سوئېلې او منځنۍ اسيا لپاره د ميټا ډائرېكټر پبلك پاليسي صارم عزېر كوله ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې پاكستان كښې د ډېجټلائزېشن په وده ٬ د مصنوعي زېركتيا په كردار او اولسي څانګه كښې د كار غوره طريقو په خپلولو او كاركردګۍ كښې د ښه والي راوستلو په چارو خبرې وشوې٬ وفاقي وزيرې د حكومت ډيجيټل پاكستان “وژن ” رامخې ته كړو ۔ دې ووئېل وزيراعظم هره اونۍ پخپله د قامي كچ د كېش لېس معيشت د پرمختګ پخبله جاج اخلي۔ د ميټا پلاوي وفاقي وزير ته د كمپنۍ د مصنوعي زېركتيا په څانګه كښې د اوسني پېشرفت په اړه ووئېل چې پكښې د ايل ايل اے ايم غوندې اوپن سورس ماډلز ٬ جينبريټر اے آئې اولسي څانګه كښې اېپلېكېشنز او د اردو پشمول ځايي ژبو كښې د اے آئې ماډلز جوړول شامل دي۔