
ملګري ملتونه۔ 10 جولائي (اے پي پي) پاكستان د 1960 د سنده طاس لوظنامې معطل كولو او د 225 مېلين نه د زياتو خلقو ژوند په خطر كښې د اچولو سره اوبه د وسلې په توګه كارولو له د هند د ھڅو غندنه كړې ده۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون د ملګرو ملتونو په 2026 كښې د آبي كانفرنس د چمتوالي نيولو په لړ كښې راجوړې غونډې ته ووئېل اوبه د تقسيم زريعه نه بلكې د يو والي قوت لپاره كارول پكار دي۔ ده ووئېل زمونږ په منطقه كښې د يو هېواد د اړخه اوبه د وسلې په توګه د كارولو اوسنۍ هڅې باوجود ٬ پاكستان د 2026 آبي كنفرنس د تل پاتي پرمختګ 6 هدف (ايس ډي جي 6) سر كول تند كولو لپاره د هېوادونو تر مينځه د سيندونو او د تازه اوبو پانګو تل پاتي انتظام لپاره د نړيوال قانون تر مخه د نظر وده باوري كولو لپاره پخپل عزم قائم دے۔