پیښور ۔10 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د اطلاعات او اولسي اړيكو صلاحكار بېرسټر محمد علي سېف وئېلې دي په ټولو ضلعو كښې امن راوستلو لپاره صوبائي حكومت ډېر زر اے پي سي راغواړي چې پكښې ټولو له ګدون كول پكار دي۔ د صوبائي حكوكت وياند ووئېل وزيراعلې علي امين ګڼډاپور په ضم شوو ضلعو كښې د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره سنجيده ګامونه اغستي ٬ دغسې د ټولو سياسي ګوندونو پشمول ستېك هولډرز نه د ترهه ګرۍ خاتمې له د سنجيده هڅو هيله لرو۔ د صوبائي صلاحكار ووئېل حكومت په ټولو ضلعو كښې د امن لپاره زر اے پي سي راغواړي چې پكښې به ټولو سياسي ګوندونو له د ګډون بلنه وركولې شي۔