د خيبر پښتونخوا ګورنر باجوړ كښې د مولانا خان زيب د ويشتلو پیښې غندنه وكړه

پېښور 10 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي باجوړه ضلع كښې په مولانا خان زيب د ډزو د پیښې غندنه كولو سره د مولانا خان زيب پشمول د دوو كسانو په حق رسېدو د افسوس څرګندونه كړی ده ۔ګورنر په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه كولو سره په حق رسېدلو كسانو بخښنې او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔فيصل كريم كنډي ووئيل د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬په دې ناوړه پیښه د اے اين پي مشرتابه او كاركنانو او غم جنو كورنيو سره غمرازي كوو۔۔