
ابوظهبي 10 جولائي (اے پي پي)د خزانې او ريلويز وزير مملكت او د وزيراعظم ډيليوري يونټ مشر بلال اظهر كياني په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ پلاوي د متحده عرب امارات(يو اے اي)حكومت د ایکسپیرینس ایکسچینج پروګرام (ای ای پی)له مخې د متحده عرب امارات سركاري دوره كړی۔دا دوره د وزيراعظم محمد شهباز شريف اداره جاتي اصلاحات او پبلك سيكټر ګورننس جديد جوړولو وژن سره هم آهنګ ده ۔ابوظهبي كښې د پاكستان سفارت لخوا د زيارت په ورځ جاري اعلاميې له مخې بلال اظهر كياني ډيجيټل ګورننس٬پبلك سروس ډيليوري او د ټيكس سسټم جدت څانګو كښې د تجربات تبادلې لپاره په آسانو وركولو د متحده عرب امارات حكومت مننه وكړه ۔ده د متحده عرب امارات د طرز حكمرانۍ او جدت طرازۍ ماډلز څخه د زده كړې اهميت هم رامخې ته كړو۔د دورې په آخري ورځ پاكستاني پلاوي د متحده عرب امارات سينئر چارواكو سره تفصيلي ملاقاتونه وكړل چې پكښې منیجنګ ډائریکټر، د ورلډ ګورنمنټس سمټ او ډائریکټر، ګورنمنټ لیډرز او ټیلنټ ډیپارټمنټ محمد الشرحان، ډائریکټر جنرل فیډرل ټیکس اتھارټی خالد علی البستان ي، د یو اے ای ګورنمنټ میډیا آفس چیئر پرسن سعید الطیر، دي ډیجیټل سکول سیکرټری جنرل ډاكټر ولید العلی، د دبئی فیوچر فائونډیشن سی ای او خلفان بیلهول او پرفارمنس اینډ ایکسی لینس لپاره د ایګزیکټو ډائریکټوریټ آف ګورنمنټ چارواكو مشري وكړه٬۔بلال اظهر كياني د خذمات وركړې او اداره جاتي كاركردګۍ زياتولو لپاره د ډيجيټل ګورننس٬كاركردګۍ او د پبلك سيكټر مسابقت كښې نړيوالې ښې طريقې خپلولو لپاره د پاكستان عزم رامخې ته كړو۔بلال اظهر كياني په مشرۍ كښې 8 كسيز اعلٰی كچ حكومتي پلاوي كښې د قامي اسمبلۍ غړي علي زاهد٬د وزيراعظم آفس ګورنمنټ پرفارمنس اينډ انوويشن لپاره چيف كوآرډينيټر مشرف زيدي٬د آئي ټي اينډ ټيلي كامر سيكرټري ضرار هاشم خان او وزيراعظم آفس نور سينئر چارواكي هم شامل وو۔دا د اعلٰی كچ مصروفيت په 16 جون 2025 د متحده عرب امارات كابينې چارو وزارت او د پاكستان د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وزارت ترمينځه د شوي مفاهمت يادښت(ايم او يو)نتيجه ده كوم چې د ګورننس او اداره جاتي مرسته كښې ښه كاركردګۍ لپاره دواړو هېوادونو شريك عزم ته لا تقويت وركوي۔