د هند ملاتړ لرونكو او د سپانسرډ پراكسيز په ضد په هره كچه پرېكنده او جامع كاروائۍ دوامداره ساتل ضروري دي ۔ د سر لښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د كور كمانډرز كنفرنس عزم

پېنډۍ 10 جولائي (اے پي پي) کور کمانډرز کنفرنس د دې عزم څرګندونه كړې چې زمونږ د شهيدانو وينه به عبث نه ځي٬ د پاكستان د اولس تحفط او سلامتيا د پاك پوځ وړومبۍ پام لرنه ده٬ فورم په دې خبره هم زور راٶړو چې د هند ملاتړ لرونكو او د سپانسرډ پراكسيز په ضد په هره كچه پرېكنده او جامع كاروائۍ دوامداره ساتل ضروري دي۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري) په مشرۍ كښې د کور کمانډرز کنفرنس وشو ٬ فورم د ترهګرۍ په اوسنيو بريدونو كښې د شهيد شوو بخښنې لپاره فاتحه خواني وكړه۔ فورم د ترهګرو پراكسيز په ضد د فورسز د اوسنو كاميابو جاج واخست٬ فورم د دې عزم څرګندونه وكړه چې زمونږ د شهيدانو وينه به عبث نه ځي، د پاكستان د اولس تحفظ او سلامتيا د پاك پوځ وړومبۍ پام لرنه ده٬ فورم په دې خبره هم زور راٶړو چې د هند ملاتړ لرونكو او د سپانسرډ پراكسيز په ضد په هره كچه پرېكنده او جامع كاروائۍ روانې ساتل ضروري دي، د پهلګام په پېښه كښې وا ضحه ماتي نه پس هند اوس د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان د پراکسيز د لارې د خپلې ناوړه اېجنډې د لا وړاندې بوتللو هڅې كوي۔ د پوځ سرلښكر فورم د وزيراعظم سره د ايران، ترکيه ، آذربائيجان، سعودي عرب او متحده عرب امارات په اوسنو كاميابو دورو د پاكستان د فعاله سفارتي كردار او تفصيلات نه خبر كړو٬ فورم ته سرلښكر د امريكې د تاريخي او د ځانګرې دورې په اړه هم بريفنګ وركړٶ٬ د دورې په مهال د امريكې د اعليٰ كچ قيادت ته د پاكستان د دوه اړخيزه چارو٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو او د پاكستان د بامقصده موقف نېغ په نېغه وړاندې كړے شو ۔ فورم د مېنځني ختيز او د ايران د اوسي پېشرفت په تناظر كښې د داخلي او بهرنۍ سلامتيا د چارو تفصيلي جاج واخست چې پكښې د طاقت د زياتېدونكې استعمال نړيوال رحجان د ترجيحي پاليسۍ په حېث د ذريعې په توګه په كارولو د تشويس څرګندونه وشوه۔ فورم ووئيل دا بدلېدونكے رجحان پاكستان لپاره نه يوازې د خود انحصارۍ صلاحيتونه زياتولو بلكې قامي اتحاد او د عزم اهميت ضروري كوي۔ سرلښكر په دې موقع ووئيل د هند لخوا دوه اړخيزه پوځي تاٶ تريخوالي كښې درېمه ډله شاملول د هند په بلاك اډانه سياست ته د ودې وركولو بې بنسټه هڅه ده، د دې ناوړه هڅې مقصد د هند په منطقه كښې د نيټ سکيورټي پرووائيډر خود ساخته کردار په ګمراه كن توګه وړاندې كول دي، په حقيقت كښې نړۍ په واضحه توګه د هند د توسيع پسندانه عزائمو او هندوتوا انتها پسندۍ د خطرناك رجحانات څخه بدظنه كېږي٬ فورم ته د جنګ بدلېدونكې نوعيت او د رامخې ته كېدونكو خطرو له مخئ د پاك پوځ د لائحې جدتونو په اړه بريف كړے شو۔ د پوځ سرلښكر د دري واړو ځواكونو ترمېنځه همكاري لا قوي كولو كښې د پاك بحريه او پاك فضائيه د قياددت هم ستائنه وكړه۔ د کنفرنس په پائې كښې سرلښكر هېواد ته د رامخې ته ټولو خطرو په ضد د پاك پوځ په آپريشنل تيارو د بشپړ باور څرګندونه وكړه۔