داخله وزير محسن نقوي د باجوړ په شنډۍ موړ كښې د ډزو پېښه وغندله

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د باجوړ په شنډۍ موړ سيمه كښې د ډزو پېښې غندنه كولو سره د عوامي نيشنل پارټۍ لارښود مولانا خان زېب پشمول د دوو كسانو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د زيارت په ورځ جاري خپل بيان كښې ده د مولانا خان زېب په شهادت د عوامي نيشنل پارټۍ مشر ايمل ولي خان او غمژنې كورنۍ سره د غمرازۍ او همدردۍ څرګندونه وكړه ۔ داخله وزير ووئيل د غم په دې ګهړۍ كښې اے اېن پي او غمژنې كورنۍ سره ولاړ يو۔ داخله وزير محسن نقوي د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا كولو سره ووئيل بې ګناه كسان په نخښه كوونكې وحشيان د كوم رعايت مستحق نه دي۔