سيالكوټ ۔10 جولائي(اے پي پي) پاكستان كښې د نېپال سفير ريټادهيتل د سيالكوټ چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري سركاري دوره كرې ده۔ د سيالكوټ چېمبر سينئر نائب صدر شهباز لودهي ٬ نائب صدر عمر خالد او د ايګزېكټيو غړو د ده تود هر كلے وكړو۔ په دې مهال سفير ته د برآمدي صنعت په اړه بريفنګ وركړے شو او د پاكستان او نيپال تر مينځه د دوه اړخيزه تجارت په اړه د شرېكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ د دورې په آخر كښې سفير د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات په دېره ښه طريقه وليكل۔د تعريفي نخښې په توګه د ايس سي سي آئې سينئر نائب صدر او نائب صدر ګران مېلمه ته سويئنر او يادګاري ډائري وركړه۔