رياض۔10 جولائي(اے پي پي) د سعودي عرب د كورونو او بلديات وزير ماجد بن عبدالله بن الحقيل وئېلې دي د غېر ملكيانو لپاره د جائېداد اغستو په قانون عمل درآمد به د جنورۍ 2026 نه پېل كولې شي ٬ خو په دې اړه په راروانو 180 ورځو كښې به د قانون مسوده په سركاري پېلټ فارم “استطاع” لوډ كړې شي دغسې چې اولسي مشاورت پرې تر لاسه كړے شي۔ د ارودو نيوز تر مخه ده ووئېل د سعودي كابينې د اړخه د غېر ملكيانو لپاره په مملكت كښې د جائېداد اغستو په اړه د قانون منظوري سره به هېواد كښې په دې څانګه كښې لا پرمختګ او نېغ په نيغه بهرنۍ سرمايه كارۍ ته وده تر لاسه شي۔ ده ووئېل د غېر ملكيانو لپاره د جائېداد اغستو په حقله د قانون منظوري د هېواد اقتصادي او سماجي اړخونو تر مخه د ټاكلو خاص ضابطو او قواعدو تر مخه وركولې شي۔ د كومې لپاره چې جغرافيائي تعين به كولې شي۔ لكه رياض او د جده غوندې ښارونه ٬ دغسې د مكه او مدينې لپاره به خاص شرائط لاګو كولې شي۔