
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي پاكستان آبادۍ كښې په تندوالي د زياتوالي چېلنج سره مخ دے كومې څخه چې په قامي وسائلو فشار٬تعليم٬روغتيا٬روزګار او بنيادي آسانيو د كمي غوندې سنګينې مسئلو رامخې ته كېږي٬په آبادۍ كښې توازن په ځاے ساتلو نه بغېر پائيدار پرمختګ٬ د غربت خاتمه او د ټولنې استحكام خوب به رېښتيا نه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه د آبادۍ نړيوالې ورځ په موقع په خپل پیغام كښې كړی كومه چې هر كال د جولائي په 11 مه نيټه په ټوله نړۍ كښې د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې لمانځلې كيږي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئېل د روغتيا نړيواله اداره او د ملګرو ملتنو شمېرو له مخې پاكستان د نړۍ د هغه هېوادونو فهرست كښې شامل دے چرته چې په آبادۍ كښې په تندۍ سره اضافه كيږي كومه چې د فكر لمحه ده۔ده ووئيل پارليمان د قامي پرمختګ لپاره د سماجي مسئلو حل په خاص توګه آبادۍ كښې توازن په اړه قانون سازۍ ته عزم لري۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سيد غلام مصطفٰی شاه په خپل پیغام كښې ووئيل په آبادۍ كښې توازن څخه نه يوازې معاشي پرمختګ ممكن دے بلكې هر كس ته تعليم٬روغتيا او په عزت سره د روزګار يو ډول موقعې وركړې كېدې شي۔ده د زياتېدونكې آبادۍ په چېلنج قابو موندلو لپاره په پالېسي سازو ادارو زور راوړو چې هغوي د سباؤن ضروريات تر مخه پلان جوړ كړي۔