خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د سري لنكا خپل هم منصب وجیتھا هیراتھ سره ملاقات

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د سري لنكا خارجه وزير وجیتھا هیراتھ سره كوالالمپور كښې د 32م آسيان سيمه ايز فورم وزارتي غونډې په موقع ملاقات كړے۔د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال دواړو وزيرانو د مستحكم پاكستان-سري لنكا اړيكو په اړه د اطمينان څرګندونه وكړه۔دوي بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې په خاص توګه اعلٰی كچ تبادلو٬اقتصادي اړيكو پراخه كولو٬مذهبي سيلګرۍ او تعليمي مرستې په اړه هم د اطمينان څرګندونه وكړه۔دوي د منطقې اوسنې پېشرفت پشمول ګڼ شمېر سيمه ايزو او نړوالو چارو باندې هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔