د وزیراعظم خاص مرستيال سید طارق فاطمی د روسیه فیډریشن د توان اول نائب وزیر سره ملاقات

ماسکو 10جولائي (اے پي پي) د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سید طارق فاطمی د زيارت په ورځ ماسکو كښې د روس اول نائب د توان وزير پاول سوروکن سره ملاقات کړے ۔ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري پرېس ریلیز له مخې د روسیه فیډریشن دوه ورځنۍ سركاري دوري په مهال خاص مرستيال د دواړو هېوادونو ترمينځه د توان په څانګه كښې په روانه مرسته د اطمینان څرګندونه وكړه دغسې په دې مهمه څانګه كښې شريكو اړيكو ته لا پراختيا وركولو له يې د باور څرګندونه وكړه۔دې نه ځانله ده د پاکستان د توان تحفظ باوري كولو كښې د روس په مرسته د د توان اول نائب وزیر مننه وكړه۔د ملاقات په مهال ډلو د توان په څانګه كښې د حكومتونو او نجي څانګو فعاله شمولیت هم رامخې ته كړو۔خاص مرستيال طارق فاطمی په دې خبره زور راوړو چې توان د پاکستان او روسيه ترمينځه د مرستني ترجیحی څانګو كښې يوه ده۔په دې موقع سږ كال فروری كښې د خپلي كاميابې د پاكستان دورې حواله وركولو سره د روسیه فیډریشن د توان اول نائب وزیر ووئيل زما د وزیراعظم محمد شهباز شریف سره هم ملاقات شوے ؤ۔ پاول سوروکن د دواړو هېوادونو ترمينځه د توان په څانګه كښې د مرستي اعتراف هم وكړو۔ده په سباؤن كښې د هائیډرو پاور، ایل پي جي اور آئل ریفائنریز جدید کارۍ په اړه سباؤن كښې د شريكي مرستي نوري څانګي هم په ګوته كړې ۔ده دا هم ووئيل روس د توان په څانګه كښې د پاکستان سره په ګډه د كار كولو منتظر دے۔ د روس د توان اول نائب وزیر سره د وزیراعظم د خاص مرستيال سید طارق فاطمی ملاقات تعمیری او ګټور ؤ۔په دې مهال دواړو لارښودو د شريكي مرستي په ګڼو څانګو كښې مرستي ته د ودي وركولو تفصیلی جاج واخست۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د توان په څانګه كښې په شريكه مرسته زور راوړلے شو۔