د افغان كډوالو ستنېدل ضروري او سيمه كښې كوټلي امن او پرمختګ له د پاكستان د هڅو ضروري برخه ده

APP05-22 ISLAMABAD: June 22 – President Mamnoon Hussain in a meeting with UN High Commissioner for Refugees Filippo Grandi who along with delegation called on him at the Aiwan-e-Sadr. Minister for SAFRON Lt. Gen (R) Abdul Quadir Baloch is also present. APP

اسلام آباد 22 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن په دې خبره زور راوړې د افغان كډوالو ستنېدل ضروري او سيمه كښې كوټلي امن او پرمختګ له د پاكستان د هڅو ضروري برخه ده٬نړيواله ورورولي دې د دې دې مقصد ترلاسه كولو لپاره په ګډه كار وكړي۔د ه دا خبره د ملګرو ملتونو كډوالو لپاره هائي كمشنر فليپو ګرانډي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د شورو په ورځ ايوان صدر كښې ليدنه كړې و۔ د سېفران وفاقي وزير لېفټيننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ هم په دې موقع موجود و۔ اولس مشر ممنون حسېن پاكستان د يو اېن اېچ سي آر هركلي كولو سره ووئيل چې پاكستان د ټولو كډوالو ستنېدو او د هغوي ترجيحي مقصد په اړه د كوټلي نتيجو ترلاسه كولو لپاره په ګډه د كار كولو خوښي لري۔ده ووئيل په دې اړه په نړيواله ورورولۍ هم لويه ذمه واري راځي۔ده ووئيل پاكستان درې لسيزو څخه زيات وخت په خپله زمكه د كډوالو كوربتوب كولو سره كردار ترسره كړې۔اولس مشر ووئيل بايد افغان كډوالو كوربتوب سره سياسي٬سماجي٬اقتصادي٬سلامتيا او ماحولياتي نتيجو سره اړوند د پاكستان قرباني لوېديزه نړۍ وستائې۔اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې پاكستان سيمه كښې امن او استحكام له د افغان كډوالو ستنېدو په حقله جائز توقع هيله لري۔اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې نړۍ له د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په ضد هلو ځلو ته اړتيا ده دغسې چې ټوله نړۍ كښې امن او استحكام راشي او د نړۍ په ټولو برخو كښې د كډوالو بحران ختم شي۔د ملګرو ملتونو هائي كمشنر په زياته شمېره كښې د افغان كډوالو كوربتوب كولو د پاكستان مرسته ستائېلو سره ووئيل چې زمونږ اداره به د كډوالو ستنېدو لپاره ښه چاپېرچل پېدا كولو او د هغوي مسئلو حل له هڅې كوي۔