اي كامرس حاضر وخت برآمدات كښې د زياتوالي لويه ذريعه ده۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف اړوندو چارواكو ته امر كړے چې په هېواد كښې اي كامرس ته لا ودې وركولو لپاره تګلارې لپاره كميټي او د اي كامرس پليټ-فارمز نه د خرڅېدونكو څيزونو شمېره كښې لا زياتوالي لپاره اقدامات وكړئ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم افس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې شهباز شريف سره د نړيوال اي كامرس كمپني “علي بابا ګروپ” د انټرنيشنل ماركيټس صدر جيمز ډونګ په مشرۍ كښې شپږ كسيز پلاوي ليدلي۔ وزيراعظم شهباز شريف په هېواد كښې د اي كامرس لا ودې لپاره د تګلارې جوړولو په اړه د كمېټئ جوړولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د علي بابا ګروپ په اي كامرس پليټ-فارمز دا مهال د درې لكه نه زيات پاكستانيان په ځائي توګه جوړ څيزونه خرڅوي۔ ده اړوند چارواكو ته امر وكړو چې په اي كامرس پليټ-فارمز د خرڅېدونكو څيزنو شمېره كښې لا زياتوالي لپاره اقدامات وكړئ۔ وزيراعظم ووئيل اي كامرس په حاضر وخت كښې په برآمدات كښې د اضافې لويه ذريعه ده٬ اي كامرس د حكومت په برآمدات د اډانه معيشت وژن بشپړولو له يو ډېر مهم عنصر دے۔ په دې موقع جيمز ډونګ په نړيواله كچه د اي كامرس د لارې په تجارت كښې د پاكستان كاروباري ورورولۍ د كليدي كردار ستائنه وكړه٬ جيمز ډونګ ووئيل دا مهال د علي بابا په وېب پاڼه د درې لكه نه زيات د پاكستان په ځائي كچه جوړ څيزونه خرڅېږي٬ د علي بابا په پليټ-فارم د پاكستان ټيكسټائل مصنوعات طلب او خرڅ تر ټولو زيات دے۔ ده ووئيل پاكستان كښې د اي كامرس ته لا پراختيا وركولو لپاره لا محدود استعداد موجود دے۔ جيمز ډونګ د علي بابا په ګروپ د پاكستانو سوداګرو شمېره زياتولو لپاره د انټرپرينيورز په اي كامرس تكنيكي تربيه كښې د خوښۍ هم څرګندونه وكړه۔ د ملاقات په مهال د آئي ټي وزيره شزه فاطمه خواجه، د اېف بي آر چيئرمېن او د اړوند ادارو لوړو پوري هم موجود وو۔