
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د نېشنل فوډ سکيورټي اينډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسين سره د مصر سفير ډاکټر ايهاب محمد ملاقات کړې چې پكښې د زراعت، آبي پانګو او موسمياتي ټيکنالوجي اشتراك پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د زيارت په ورځ د جاري شوې پريس ريليز له مخې وفاقي وزير رانا تنوير حسين د مصر خشك زراعت او ډرپ ايريګيشن كښې پوهه وستائېله۔ پاکستان او مصر ترمينځه د تخمونو ښه والي ، زرعي تحقيق او د كار استعداد زياتولو ته اتفاق راغلو ۔ رانا تنوير حسين ووئيل مصر سره زرعي څانګه كښې به د كوټلي مرستي نوي دور پېل شي ، د مصر موسمياتي ټيکنالوجي كښې پيش رفت د تقليد وړ دے۔ ده ووئيل پاکستان زرعي تحقيق كښې د مصر ادارو تجربےې څخه ګټه پورته كول غواړي ، پاکستان د تخم ، اوبو او لائيو سټاك كښې اصلاحات پلو روان دے۔