په حکومت او ټيکس وركوونكو د بجلۍ تقسيم کوونكو د 10 کمپنو بار په يو كال كښې د 591 اربه څخه 399 اربه روپو ته راوستلو كښې بريالې شو ۔ اوېس لغاري

اسلام آباد 10جولائي (اے پي پي) د توان وفاقي وزير (پاور ډويژن) سردار اويس احمد خان لغاري وئيلي دي د وزيراعظم په سپارښتنه د ښې واكمنۍ او اصلاحات پېل په يو كال كښې 591 اربه روپۍ خساره 399 اربه روپو ته راوستلو كښې بريالي شوي يو، د مالي كال 2023-24ء په مهال د حکومت تر سېوري لاندې د بجلۍ تقسيم کوونكو 10 کمپنو په هېواد او ټيکس وركوونكو د 591 اربه روپو بار پروت ؤ ، په يو كال كښې د اصلاحات سره د زيان كمولو كښې كاميابي ترلاسه شوه ، د بورډ غړو د غوره كولو عمل هم سپیځلے كړے شوے، ليسکو د بجلۍ غلا لوي سکينډل په ډاګه كړے، د بجلۍ غلا په ضد كمپائن او د اصلاحات عمل به روان وي دغسې چې په حکومت او ټيکس وركوونكو د بجلۍ غلا او نور زيان بار كم كړے شي۔ د زيارت په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې ده ووئيل د ډسټري بيوشن کمپنيو د زيان حجم او وجوهات څخه اولس خبرول ضروري ګڼم، د حکومت تر سېوري لاندې د بجلۍ 10 کمپنو په 2023-24ء كښې مجموعي زيان 591 اربه روپۍ ؤ ،كه دا زيان نه ؤ شوے نو د هېواد قرض وركول،بېلو سيمو كښې پرمختيائي سکيمونه پېل كول او ټيکس وركوونكو روپۍ د هېواد ښه والي له استعمالول ممکن وو۔ اوېس لغاري ووئيل دا هغه 591 اربه روپۍ دي په كومو چې وزيراعظم، کابينې، حکومت او اتحاديانو تشويش لرلو او مونږ په يو كال كښې په بشپړ عزم سره دغه ډسټري بيوشنز کمپنيو د ښه کارکردګۍ لپاره هڅي پېل كړې وې ، ده ووئېل د وزيراعظم په سپارښتنه ګډ ګورننس پېل شوے، په دغه کمپنيو كښې د سفارشات په بنياد وګړي لګول او د بورډز غړي د پيژندګلې په بنياد د اغستو مخنيوي سره کاميابۍ ترلاسه شوې، په تاريخ كښې په وړومبي ځل د ميرټ په بنياد د بورډز غړو او کمپنيو افسران اغستلې شي۔ده ووئيل د اصلاحات په سوب چې كومي كاميابۍ ترلاسه شوي د هغو په نتيجه كښې دا زيان 591 اربه روپو نه 399 ارب ته راوستلو كښې بريالي شوې يو او دا کاميابي د ټاكلې مودي څخه وړاندې سر شوے۔ده ووئيل د مشکلات باوجود د اصلاحات عمل به روان وي۔ ده ووئيل د وزيراعظم، د تقسيم کوونكو کمپنو د بورډ، د نورو مرستيالو ادارو افسرانو، رينجرز او سکيورټي ادارو مننه كوو چې له امله ئې دا کاميابۍ ترلاسه شوې ۔ سردار اويس لغاري ووئيل تير كال د 276 اربه روپو د بجلۍ غلا شوې په كومو چې کمپنو ډير كار كړے او ځيني کمپنۍ لائن لاسز کمولو كښې بريالۍ شوي۔ده ووئيل اوس ځيني بااثره وګړي د بېلو محکمو د لارې زمونږ د دغه كسانو په ضد پلټني پېل كولو له هلي ځلي كوي خو وزيراعظم لوظي دے چې د بجلۍ غلا په ضد كار د كوونكو اهلكارو او افسرانو ملګرتيا به كولې شي۔