پاكستان په كراچۍ كښې په نوي سټيل ملز كېدونكو خبرو ته ډېر اهميت وركوي۔ هارون اختر خان

ماسکو 10 جولائي (اے پي پي) د صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم اص مرستيال او د پاكستان سټيل ملز فوكل پرسن هارون اختر وئيلي دي پاكستان په كراچۍ كښې په نوي سټيل ملز روانو خبرو اترو ته ډېر اهميت وركوي۔ د خارجه دفتر لخوا د زيارت په ورځ د جاري اعلاميه له مخې ده دا خبره د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سفير سيد طارق فاطمي په مشرۍ كښې د پلاوي د روسيه فيډريشن نائب وزيراعظم اليکسي اوورچك سره د ملاقات په مهال وكړه۔ ده ووئيل پاكستان په كراچۍ كښې په نوي سټيل ملز روانو خبرو ته ډېر اهميت وركوي ځكه چې دا منصوبه د پاكستان روسيه سره د اړيكو يو مهم ميراث دے كوم چې په سباون كښې مرستې او د شراكت دارۍ د علامت په توګه كارېدے شي۔ ده د پاکستان د سرمايه کار دوسته پاليسۍ تفصيلي جاج هم وړاندې كړو چې پكښې د موجوده حكومت په دور كښې ترلاسه كړے ميکرواکنامک استحکام شامل دے ۔