د صحت څانګې بهترۍ لپاره ګامونه پورته كوٶ٬ د رنځونو نه بچ كېدو لپاره احتياط ضروري دے۔ وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال د آبادۍ نړيوال ورځ په اړه كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي د صحت څانګې بهترۍ لپاره ګامونه پورته كوٶ٬ د رنځونو نه بچ كېدو لپاره احتياط ضروري دے۔ ۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د آبادۍ نړيوالې ورځ په موقع كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د آبادۍ زياتېدونكے تناسب قامي بحران ګرځېدلے٬ هر كال 61 لكه نه د زياتو كسانو اضافه د اندېښنې وړ ده٬ پاكستان د آبادۍ په لحاظ سره د نړۍ پنځم لويې هېواد جوړ شوے او پنځه كاله پس به د آبادۍ په لحاظ سره مونږ انډونيزيا شا ته پرېږدو۔ سيد مصطفيٰ کمال ووئيل تعليم، صحت او د روزګار نظام دا بار نشي برداشت كولې٬ وړه كورنۍ اوس قامي ترجيح پكار ده٬ د زېږون شرح د 3.6 څخه 2.0 ته راوستل ضروري ده ، د آبادي زياتوالي قامي منصوبه بندي خطر سره مخ كړې ٬ كه په آبادۍ كښې په زياتوالي قابو ونه موندلے شو نو د پرمختګ خوب به رښتيا نه كړے شي۔ ده ووئيل دوه كروړه 60 لكه كوچنيان د سكولونو نه بهر دي٬ د زياتې آبادۍ په سبب 6 لكه 80 زره استاذانو ته اړتيا ده او 70 زره نوي سكولونه پكار دي۔ وفاقي وزير ووئيل دا مسئلې په آبادۍ قابو موندلے كېدو څخه حل كېدې شي٬ د قام په حېث مونږ له د آبادۍ په مسئلو پوهېدو ته اړتيا ده٬ زياته شوې آبادي د صحت نظام لپاره يو چېلنج دے۔ ده ووئيل مونږ له خلق د رنځونو نه ساتلو لپاره اقدامات كول دي، د اېن اېف سي اېوارډ له مخئ 82 فيصده فنډز صوبو ته وركړے كېږي دغه فنډ په دوه برخو كښې وېشل پكار دي چې پكښې 50 فيصده صوبو او 32 فيصده ھغه صوبو ته وركړې شي كومې چې د خپلې آبادۍ په كنټرول كښې كاميابې وي۔ ده ووئيل “احتياط د درملنې نه بهتر دے”، په زياتېدونكې آبادۍ قابو موندل ضروري دے٬ مونږ له د هيلتھ کيئر نظام مضبوطول دي، د كوچنيانو غذائيت ته د خاص پام لرنې اړتيا ده۔