د غزه په صورتحال د نړيوالې ورورولۍ ضمير راويښولو لپاره به غږ پورته كوو۔د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي)د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئېلي دي د غزه په صورتحال د نړيوالې ورورولۍ ضمير راويښولو لپاره به غږ پورته كوو او پاكستان اسرائيل نه تسليموي۔د زيارت په ورځ د فلسطين سفير ډاكټر زهير محمد حمد الله يد سره مذهبي چارو وزارت كښې د ملاقات په مهال د مذهبي چارو وزير ووئيل په غزه كښې د بې ګناه وګړو په خاص توګه په ماشومانو او ميرمنو ظلم سره زمونږ زړونه ژوبل دي۔د غزه په صورتحال به د نړيوالې ورورولۍ ضمير راويښولو لپاره غږ پورته كوو۔ ده ووئېل د او آئي سي په پليټ فارم فلسطين وړومبې ايجنډا پكار ده۔ده ووئيل زمونږ خواهش دے چې د مكه او مدينه منوره پشان د وړومبۍ قبلې بيت المقدس په آزادۍ سره سفر وكړي۔د فلسطين سفير ووئيل د پاكستان پرله پسې او بې لوثه ملاتړ ته فلسطين قدر په سترګه ګوري۔پاكستان څخه فارغ التحصيل زده كوونكي په فلسطين كښې په مركزي چوكو فائز دي۔ هغه ووئېل قبله اول د اسرائيل په غېر قانوني تسلط كښې ده ۔ د فلسطين اولس د مسجد الاقصی آزادۍ لپاره د خپل ځان٬مال او كورنۍ قربانولو عزم لري۔د فلسطين صدر صلاحكار ډاكټر محمود الهباس٬مسجد الاقصی امام سره به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي۔