پاكستان كښې د آبادۍ زيات شوے تناسب قامي بحران ګرځېدلے ۔د قامي روغتيا وفاقي وزير

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال وئېلي دي پاكستان كښې د آبادۍ زيات شوے تناسب قامي بحران ګرځېدلے٬هر كال د 61 لكه څخه د زياتو كسانو د اضافې اندېښنه ده۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د آبادۍ نړيوالې ورځ په اړه جاري پېغام كښې وكړه ۔ده ووئيل پاكستان د آبادۍ په لحاظ سره د نړۍ پنځم لويې هېواد جوړ شوے٬ پنځه كاله پس به مونږ د آبادۍ په لحاظ سره انډونېزيا وروستو پرېږدو۔ده ووئيل سوئېلي آسيا كښې تر ټولو زياته د زيږون شرح پاكستان كښې ده او په آبادۍ كښې په تندۍ سره اضافه د هېواد انفراسټركچر تباه كوي۔سيد مصطفی كمال ووئيل د تعليم٬روغتيا او روزګار نظام بار نه برداشت كوي٬ دغسې دوه نيم كروړه ماشومان د سكولونو څخه بهر دي۔