د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سيد طارق فاطمي په مشرۍ كښې پلاوي د روسيه فيډريشن نائب وزيراعظم سره وليدل

ماسکو 10 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سفير سيد طارق فاطمي په مشرۍ كښې پلاوي د روسيه فيډريشن نائب وزيراعظم اليکسي اوورچك سره په ماسكو كښې ليدلي دي ٬ په پلاوي كښې د صنعت او پېدوار خاص مرستيال او د پاكستان سټيل ملز فوكل پرسن هارون اختر هم شامل دے٬ د خارجه دفتر لخوا د زيارت په ورځ د جاري اعلاميه له مخې په دې موقع سيد طارق فاطمي د روسيه نائب وزيراعظم او د روسيه قيادت لپاره د پاكستان لخوا د نېكو هيلو پېغام رسولو سره زور راوړو چې د دواړو هېوادونو د مشرانو په كچه خېرسګالي د پاكستان او روسيه ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو كښې د بهترۍ مثبت رفتار باوري كوي۔ په ملاقات كښې دواړو ډلو د سياسي، تجارتي او اقتصادي مرستې نه علاوه د توان، کميونيکيشن، صنعتي او زرعي مرستې پشمول د شريكې خوښې د بېلا بېلو اړيكو د ټولو اړخونو تفصيلي جاج واخست۔ طارق فاطمي په دې خبره زور راوړو چې پاکستان د روسيه فيډريشن سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دا اړيكې لا مستحكمول د پاكستان د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده۔ ده د دې خبرې پخلے هم وكړو چې پاکستان په نړيواله كچه د روسيه د مستحکم کردار خواهشمند دے۔ د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم اليکسي اوورچك په ستمبر كال 2024 كښې د پاكستان د خپلې دورې او اکتوبر كال 2024 كښې په اسلام آباد كښې د اېس سي او مشرانو كنفرنس په موقع وزيراعظم شهباز شريف سره د زړه پورې ملاقات ذكر وكړو ۔ ده د پاکستان او روسيه په قدرتي توګه په اتحادي كردار رڼا اچولو سره زور راوړو چې صدر پيوټن پاکستان د توان او په منطقه كښې د پرمختګ پحقله يو مهم شراكتدار ګڼي۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د رابطو د مهمو منصوبو په اهميت هم رڼا واچوله چې پكښې ازبکستان ، پاکستان او د روسيه ترمېنځه د رېل رابطې او په اګست كال 2025 كښې د پاکستان او روسيه ترمېنځه پائلټ کارګو ټرين پېل كول وغېره شامل دي۔ دواړو ډلو د سوئيلي اسياء٬ افغانستان او د مېنځني ختيز صورتحال پشمول په ګڼ اړخيزه فورمزد پاکستان او روسيه ترمېنځه د مرستې نه علاوه په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د روسيه نائب وزيراعظم لخوا د وزيراعظم خاص مرستيال د روسيه دورې ستائنه كولو سره په دې خبره زور راوړو چې صدر پيوټن په ټولو څانګو كښې پاکستان سره د مرستې لا پراخه كولو خواهش لري۔ ده ووئيل صدر پيوټن سږ كال د اګست په پائې كښې د چين په تيانجن ښار كښې د اېس سي او د كونسل آف هېډ اف ستېټ په موقع وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات ته سترګې په لار دے۔