تجارت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال رانا احسان افضل د ټيکسټائل او قالين جوړونكې صنعت استازو سره وليدل

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) تجارت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال رانا احسان افضل په اسلام آباد كښې د آل پاکستان ټيکسټائل ملز ايسوسي ايشن (اے پي ټي اېم اے) او پاکستان کارپټ مينوفيکچررز اينډ ايکسپورټرز ايسوسي ايشن پلاوي سره ليدلي دي ۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې د بېلا بېلو چارو جاج واخستلے شو۔ دا خبره د تجارت وزارت لخوا په جاري خبر پاڼه كښې شوې ده ۔