
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي مونږ د صدر آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف او د پوځ سرلښكر په ضد په بدنيتۍ اډانه كمپائن په شا د كار كوٶنكو عناصرو نه ښه خبر يو، مونږ واضحه كړې چې د صدر مملکت د استعفيٰ يا د پوځ سرلښكر لخوا د صدارت د چوكۍ خواهش په اړه څه خبره٬ سوچ يا پلان نه شته ، په دې بياينه كښې ككړو عناصرو لپاره واضحه پېغام دے چې تاسو هېواد دښمنه اېجنسو سره په ګډه چې څه كول غواړۍ وكړئ مونږ به د پاكستان مضبوطيا لپاره هر ھغه ګام اخلو كوم چې ضروري وي۔ داخله وزير محسن نقوي پخپل اېکس پوسټ كښې خبردارے وركړو چې مونږ د بدنيتۍ اډانه كپمائن په شا د كار كوٶنكو عناصرو څخه ښه خبر يو٬ ګمراه كونكے سوچ چې څوك او كوم مقصد لپاره خپروي او د دې ډونډورې چا ته ګټه رسېدې شي ښه خبر يو۔ ده ووئيل صدر مملکت د وسله ځواكونو قيادت سره قوي او د احترام وړ اړيكې لري۔ وفاقي وزير په واضحه توګه ووئيل زه پوهېږم چې ګمراه كونكے سوچ چې څوك او كوم مقصد لپاره خپروي او د دې ډونډورې چا ته ګټه رسي ښه خبر يو۔ ده ووئيل د سرلښكر د پام مركز پاكستان مستحکم او مضبوطول دي او د دې نه علاوه ئې هېڅ مقصد نشته۔ محسن نقوي ووئيل په دې بياينه كښې ككړو عناصرو لپاره واضحه پېغام دے چې تاسو هېواد دښمنه اېجنسو سره په ګډه چې څه كول غواړۍ وكړئ ٬ مونږ به د پاكستان مضبوطيا لپاره هر ھغه ګام اخلو كوم چې ضروري وي۔