
اسلام آباد 10جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاکستان نېشنل شپنګ کارپوریشن (پی این ایس سی) د نړيوال معیار شپنګ کمپنی جوړولو لپاره د يو كوټلي پلان وړاندې كولو امر سره وئيلي دي د بېړيو چلولو په څانګه كښې د سرمایه كارۍ پراخه صلاحیت شته۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د نېشنل شپنګ کارپوریشن تنظیمِ نو، اصلاحات، کارکردګۍ جاج اخستو او هغه د نړيوال معیار شپنګ کمپنی جوړولو په اړه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې وفاقی وزيرانو احد خان چیمه، جنید انور چوهدري او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم غونډي ته وينا كښې ووئيل پاکستان كښې د جهاز رانی په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخه استعداد شته،د شپنګ په څانګه كښې د نجی سرمایه کارۍ ډاډګيرني لپاره دې كوټلې پلان وړاندې كړې شي، د سمندري بيړيو شميره كښې زياتوالے او پاکستان كښې د کارګو تګ راتګ لپاره دې په مسابقتی بنیادونو د پی این اېس سی بيړيو استعمال زياتولو په اړه اقدامات وكړې شي۔ وزیر اعظم پی این ایس سی د نړيوال معیار شپنګ کمپنی جوړولو لپاره د څانګي پوهانو او کنسلټنټس خدمات ترلاسه كولو سپارښتنه وكړه۔ده ووئيل پاکستان نېشنل شپنګ کارپوریشن كښې اصلاحات سره به نه يواځي د شپنګ په لړ كښې نړيوالو کمپنیو ته وركړې كيدونكې قیمتی زر مبادله بچت شي بلكه ځائې سي فیئررز لپاره به د روزګار موقعې زياتي شي۔ غونډه د نېشنل شپنګ کارپوریشن بيړيو په موجوده شميره ، پاکستان كښې په كلنه توګه د کارګو وړولو راوړلو او سباؤن كښې د پی این ایس سی پراختيا په اړه خبر كړې شوه۔ دې نه ځانله د پی این ایس سی په آپریشنز هم تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔