حکومت د معیشت مستحکمولو او كوټلي كولو لپاره په اصلاحاتی تګلاره عمل كوي ۔ د خزاني وفاقی وزیر د آبادۍ نړيوالي ورځ دستوري ته وينا

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب وئيلي حکومت د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې مهمو څانګو كښې اصلاحات معارفي كوي كومو كښې چې د ټیکس اصلاحات، د توان استحکام، د ریاستی ادارو تنظیم نو او نجکاري شامله ده دغسې چې معیشت مستحکم او په كوټلو بنيادونو روان شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د قامي صحت خدمات، ضوابط او همغږۍ تر سيوري لاندې اسلام آباد كښې د آبادۍ نړيوالي ورځ يوي قامي دستوري ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د قامي روغتيا وفاقی وزیر سید مصطفیٰ کمال، وفاقي وزیر احسن اقبال، د پارلماني چارو وفاقی وزیر ډاكټر طارق فضل چوهدري ، نوموړي مذهبی لارښود ، د سول سوسائټۍ نمائندګان او اعلیٰ حکومتی عهدیدار هم موجود وو۔د خزاني وزیرپه دې خبره زور راوړو چې د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې حکومت په يوه كوټلي اصلاحاتی ایجنډا عمل كوي چې پكښې د ټیکس نظام، توان ، د سرکاري ادارو تنظیمِ نو او د نجکارۍ په شان مهمي څانګي شاملې دي۔ده په ډاګه كړه چې تر څو د پاکستان آبادۍ كښې تندۍ سره زياتوالي او ماحولیاتی بدلون په شان د دوو لويو وجودي خطرو په ښه ډول مقابله نه وي شوي،كوټلې معاشی پرمختګ او تر 2047ء د درېو ټریلیونه ډالره معیشت خوب په حقیقت نه شي بدليدے ۔سینیټر اورنګزیب په پاکستان كښې 2.55 فیصده د كال آبادۍ شرح قامي پرمختګ ، معاشی منصوبه بندۍ او سماجی بهبود لپاره د تشویش وړ وګرځوله ۔ده په ګوته كړه چې هېواد كښې د 5 كلونو څخه د كم عمره 40 فیصده كوچنېانو قد كم پاتي كيږي كوم چې د پاکستان راروانو نسلونو لپاره خطر دے۔ده د دې مسئلې مخنيوي لپاره د كوټلي تګلاري په خپلولو زور راوړو چې پكښې غذائیت، صفائي ، پاكي اوبه، ماشومانو كښې مناسب دمه او اولسي خبرتيا شامل جه لكه څنګه چې پوهانو او علما کرامو په دې دستوره كښې رڼا واچوله۔د خزاني وزير د ميرمنو خپلواكه كولو په اهميت هم زور راوړو كومه چې د هېواد نيمه آبادي ده۔ده ووئيل كوټلي پرمختګ لپاره د ميرمنو شراکت ته اړتيا ده او د جينكو تعلیمی پسماندګۍ ختمول او په پوهه اډانه تعلیم كښې سرمایه كارۍ ته اړتيا ده دغسې چې د هېواد معیشت كښې بشپړ كردار ترسره كړے شي ۔فنانس کمېشن په اړه خبرو كښې ده تجویز وركړو چې قامی مالیاتی کمیشن (این ایف سي ) ایوارډ كښې بايد آبادي د يو بنیادی معیار په توګه شامله كړې شي۔ده د روغتيا او منصوبه بندۍ وزير د خیالاتو تائید وكړو۔ده په قامي بجټ جوړولو كښې د بنیادی بدلون په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل وفاقي و صوبائی بجټ جلا جلا خانو كښې تقسیمولو په ځاے يو قامي او یو ډول نقطه نظر به خپلول وي۔ده په ګوته كړه چې موجودہ مالی كال كښې وفاقی ترقیاتی بجټ كښې يو ټریلین روپۍ دغسې صوبو سره دا په مجموعی توګه 4.2 ټریلین روپۍ جوړيږي، اصل چیلنج د فنډز شته والے نه بلكه د هغې سم استعمال او د ترجیحات تعین دے۔سینیټر اورنګزیب ووئيل پخوا انفراسټرکچر له به د نړيوالي مرستي لويه برخه ترلاسه كيده، اوس وخت راغلے چې دغه وسائل د انسانی وسائلو پرمختګ او په خاص توګه صحت، تعلیم او د آبادۍ منصوبه بندۍ پلو منتقل کړې شي۔د خزاني وزير د دې عزم پخلے وكړو چې حکومت د آبادۍ په اړه چیلنجونه حل کولو له لوظي دے او د كورنيو او بهرنو وسائلو كارولو سره به يو صحت مند او پیداواري قام جوړولې شي۔