اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي)د خزانې وزارت پلاوې ممكنه سرمايه كارو٬انډر رائټرز٬ ضمانت وركونكو ٬چين ريټنګ ايجنسۍ او د چين قانوني صلاحكارو سره تكنيكي خبرې كړې دي ٬ د ريګوليټري عمل او د كريډټ تحفظ په اړه انتظامات او راتلونكې اجرا كښې په سرمايه كارۍ خبرې اترې شوي ۔د خزانې وزير صلاحكار خرم شهزاد د سوشل ميډيا په پليټ فارم ايكس ووئېل په دې ملاقاتونو كښې د پاكستان مجموعي معاشي صورتحال او د سباؤن امكانات٬د قرضونو انتظام په اړه روان اصلاحات او د مجوزه پانډا بانډ ټرانزيكشن ډهانچې او پيشرفت ته پام لرنه وشوه۔ايكس پوسټ له مخې دې غېر تجارتي روډ شو(اين ډي آر) كښې په ابتدائي توګه سرمايه كارو خاص خوښي لرلې كوم چې د پاكستان په اصلاحاتي سمت باور او نړيواول مالياتي منډيانو كښې د زيات شوې عزت عكاسي ده۔د پانډا بانډ وړومبې اجرا سږ كال متوقع ده٬ كومه به چې د ټولو دستاويزات بشپړېدو او منظورۍ٬پشمول ګڼ اړخيزه پرمختيائي شراكتدارو لخوا د كريډټ ګارنټۍ نه پس عملي كړې شي ۔دا سنګ ميل د دې خبرې علامت دے چې پاكستان اوس د چين پراخه او متنوع ځايې بانډ ماركيټ څخه ګټه پورته كول غواړي۔