
اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د نيشنل ټيرف کميشن په اوسنۍ كاركردګۍ د تهرډ پارټي نظر ثانۍ امر كولو سره وئيلي دي د نوي ټېرف رجيم تقاضې په ښه ډول ترسره كولو لپاره د كمېشن په جديد خطوط نتظيم نو ضروري ده ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د نېشنل ټيرف کميشن د کارکردګۍ په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو ډاکټر مصدق ملك، سينېټر اورنګزيب، احد خان چيمه، علي پروېز ملك او اړوند سركاري چارواكو او عهدېدارو ګډون وكړو ۔ وزيراعظم د نېشنل ټيرف کميشن قانوني، انتظامي او د نورو اداراجاتي اختيارات او فرائضو په هنګامي بنيادونو د تنظيم نو امر كولو سره ووئيل د نيشنل ټيرف کميشن په اوسنۍ كاركردګۍ دې د تهرډ پارټي څخه نظر ثانۍ وكړې شي دغسې چې دا لا فعاله كړې شي۔ ده ووئيل د نوي ټېرف رجيم تقاضې په ښه ډول ترسره كولو لپاره د كمېشن په جديد خطوط نتظيم نو ضروري ده ٬ نيشنل ټيرف کميشن سره د هېواد كاروبار، درآمدات او برآمدات د مارکيټ په اړه ټول زمكيز حقائق راغونډولو له موثر استعداد پكار دے۔ ده ووئيل د نېشنل ټيرف کميشن اتومېتك او موثره تحقيقي استعداد د هېواد كاروبار ته په ورمخې ته مسئلو حل كولو كښې كليدي كردار لوبولې شي۔ ده ووئيل حکومت د نيشنل ټيرف کميشن تربيت او په وسائلو كښې كمے او د دې كار د عصري تقاضو سره د سمولو عزم لري۔ وزيراعظم د نيشنل ټيرف کميشن اپيليټ ټريبونل په سمدستي توګه د فعالولو او د نوو هداياتو د پېشرفت په اړه په راتلونكې ماياشت كښې د بريفنګ وركولو امر وكړو۔